|
بسمۣ الله الرحمنۣ الرحيمۣ
سرليکنه:
د
ډېرې خوښۍ ځاى دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلو فرهنګي هلو ځلو
په لړ كې نن د هېواد د يو وتلي علمي، فرهنګي، اجتماعي او سياسي شخصيت،
ننګيالي شهيد شفيق محمد موسى په ياد د يو ورځني سمينار تابياه كړې ده.
د
حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه ژمنه ده چې په
ګران هېواد كې د علمي، فرهنګي او اجتماعي برخو د بيارغونې، نمانځنې، په
ياد ساتنې او بډاينې لپاره هلې ځلې وكړي نو د همدې موخې د ترسره كولو
لپاره يې خپله دغه ګڼه د شهيد محمد موسى شفيق لپاره ځانګړې كړې ده او
پوره باور لري چې ددغسې شخصيتونو د كارنامو او خدماتو يادونه به د نوي
كهول د ابادۍ او ښېرازۍ هوډ لا غښتلى كړي او د هېواد لاهو كښتۍ به د
دوى د كارنامو له تجربو نه په ګټه اخيستنې سره د ساحل په لور روانه
كړي.
Read more |
|

|
|
د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د
فرهنګي او اجتماعي ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ
د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره وكتل |
|

Read more |
|
 |
|
د
سياستوال او اديب
شهيد محمد موسى شفيق د ياد غونډې په مناسبت
د حضرت مراد علي صاحبزاده(رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې
پيغام |
|
درنو مېلمنو!!
د
افغاني ټولنې د كلتور او ادب د ډګر ځلانده ستورى ارواښاد استاد خادم
كلونه، كلونه پخوا ويلي وو چې كامه كوچنى يونان دى، د استاد دا وينا
رښتيا شوه، د كامې سمسورې لمنې په خپل غېږ كې د علم، پوهنې، ادب او
كلتور داسې ځلانده څېرې وروزلې چې نه يوازې په ملي بلكې په نړيواله كچه
هم زموږ د افغاني ټولنې وياړنې شوې.له دغه شمېر څڅه يو هم د سياست، ادب
او ادارې د ډګر نامتو او وتلى څېره شهيد موسى شفيق دى.
Read more |
|
 |
|

|
د هېواد د
نوماند عالم، اديب او سياست پوه ارواښاد محمد موسى شفيق په ياد د علمي
سمينار د جوړېدو په وياړ
د سلاكار وزير او ننګرهار والي پيغام
Read more
|
|
 |
|
|
|
 |
شهيد محمد موسى شفيق
شهيد
محمد موسى شفيق د هېواد لويه ملي، ادبي، سياسي او ټولنيزه هستي وه.
شهيد موسى شفيق د مرحوم مولوي محمد ابراهيم كاموي زوى د
۱۳۰۸
ل كال د جوزا د مياشتې په پنځمه نېټه د كابل په ښار كې زېږېدلى و.
Read more |
|
 |
|
دين ته د مرجعيت او هغه هېر کړى مقام بېرته ورکړي
د انسان او انساني ټولنو د فطري غوښتنو په ترسراينه کې د سياسي
سيستمونو د پاتې راتلنې پر مسئله اعتراف، نړيوال سياستپوهان په تېره
اسلامي سياستوال او دولتوال اړ کړي چې دين ته د مرجعيت او هغه هېر کړى
مقام بېرته ورکړي، چې ستر څښتن خپل سپېڅلي اسلام ته د ((اکمل دين))،
((د خوښې دين)) او ((د فطري غوښتنو د متضمن دين)) په نامه ورکړى دى
.
Read more |
|

|
|
 |
|
د سولې ټورنامنټ د شايق نېټورك له خوا د كركټ د فدراسيون د امريت په
چوكاټ كې چې د ننګرهار په ولايت كې جوړ شوى وو د ۲۲ ټيمونو له درې
مياشتې سياليو وروسته د شېرزي ټيم په ګټه پاى ته
ورسېد.
Read more |
|
|