بسمۣ الله الرحمنۣ الرحيمۣ

 

سرليکنه:
د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلو فرهنګي هلو ځلو په لړ كې نن د هېواد د يو وتلي علمي، فرهنګي، اجتماعي او سياسي شخصيت، ننګيالي شهيد شفيق محمد موسى په ياد د يو ورځني سمينار تابياه كړې ده.

د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه ژمنه ده چې په ګران هېواد كې د علمي، فرهنګي او اجتماعي برخو د بيارغونې، نمانځنې، په ياد ساتنې او بډاينې لپاره هلې ځلې وكړي نو د همدې موخې د ترسره كولو لپاره يې خپله دغه ګڼه د شهيد محمد موسى شفيق لپاره ځانګړې كړې ده او پوره باور لري چې ددغسې شخصيتونو د كارنامو او خدماتو يادونه به د نوي كهول د ابادۍ او ښېرازۍ هوډ لا غښتلى كړي او د هېواد لاهو كښتۍ به د دوى د كارنامو له تجربو نه په ګټه اخيستنې سره د ساحل په لور روانه كړي.

محمد موسى شفيق يوه ملي هستي وه، د هغه كړنې او نظريات د يوې ساحې او منطقې پورې محدود نه وو، هغه د ټول هېواد په كچه يوه ياده او ملي سټه وه، نو د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د ننګرهار ښاغلي والي ته وړانديز كوي، سره ددې چې په كامه كې د شهيد محمد موسى شفيق په نوم يوه لېسه نومول شوې، په كابل او جلال آباد كې هم د ديموكراسۍ د لسيزې ددغه سترې سټې په نوم ځانګړي ځايونه ونوموي او همدارنګه دغه د سمينارونو لړۍ جاري وساتي څو د دوى اثار او ليكنې  د فرهنګي سكتور دبډاينې په موخه راټول او چاپ كړي.

په همدې هيله

اداره

د ژوندون مېره اوږده ده ستړى كېږي
ګوټ د شونډو د شربت درسره واخله
د وصال ډيوه به مړه وي زه به نه يم
دا په ياد د محبت درسره واخله