راپور: عتيق الله مراد 

د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ

د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره وكتل

 

د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ غړو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ د ښاغلي وزير خرم صاحب سره د ۱۳۸۶ لمريز كال د كب د مياشتې په نهمه نېټه چې د پنجشنبې له ورځې سره يې سمون درلود وليدل. په پيل كې ددغه ټولنې فعال غړي، وتلي ژورناليست او ليكوال ښاغلي نور اغا مراد د ټولنې د جرګه ګۍ غړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي خرم ته ور وپېژندل چې وروسته بيا د مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې مشر ښاغلي الحاج مطيع الله مراد د جرګه ګۍ او د ټولنې د غړو په استازيتوب خپله ليكلې وينا واوروله چې متن يې په لاندې ډول دى. 

تر هر څه لومړى د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې د مشرتابه جرګې او ټولو غړو په استازيتوب د افغاني كلتور د مرچل د زړور مدافع او د ځوانانو د كلتوري هڅو د رښتيني خدمتګار او پالونكي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ له قدرمن وزير څخه مننه كوم چې د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د ټولنې د مشر تابه پلاوي استازو ته مو وخت وركړ چې له تاسو سره وګوري او د زړه خواله وكړي.

حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) په ۱۲۲۰ ق كال د ننګرهار ولايت د كامې په ولسوالۍ كې وزېږېد د هغه پلار ستر ستانه حضرت سيد عبدالرحمن السيلاني مشهور په فقير صاحب دى چې د كامې په ولسوالۍ كې ښخ دى او له همدې كبله د هغه ټبر ته د فقير صاحب د ورثې خطاب كېږي.

حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) له نن څخه ۱۴۷ كاله پخوا قرآن عظيم الشان په دوو ټوكو كې په پښتو ژبه وژباړه چې څو ځلي په كلكته او پېښور كې خپور شوى دى، برسېره پر دې حضرت مولانا ليكوال، شاعر او د نحوې او صرف پياوړى استاد چې د يو شمېر ترسره شويو څېړنو له مخې په دغو برخو كې د ۲۴ اثارو او تصانيفو خاوند دى.

د كامې ولسوالۍ ځوانانو د خپلو مشرانو په سلا مشوره په ګران هېواد كې د اوسني پرانيستې فضا په اغېزمنتوب وپتېيله چې د جګړه ځپلي هېواد د معنوي رغونې په بهير كې خپله ونډه سرته ورسوي او د همدې موخې لپاره يې د يوې فرهنګي او اجتماعي ټولنې د جوړېدو تكل وكړ او ټولنه يې د هېواد د يوه علمي، مذهبي او فرهنګي شخصيت لوى مفسر، ليكوال او شاعر حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) په نوم چې په پښتو، دري، عربي او اردو ژبو اثار لري ونوموله.

د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه ژمنه ده چې د ملي فرهنګ د رغونې او بډاينې او په اجتماعي چارو كې د افغاني ټولنې د پرمختيا په كار كې خپلې هڅې ونه سپموي.

د يادونې وړ ده چې ټولنه د مراد په نامه يوه مهالنۍ خپرونه هم لري چې د يوه كال په ترڅ كې يې د غړو په مالي مرسته تر اوسه دوه ګڼې خپرې كړي دي همدارنګه د عدليې په وزارت كې د ټولنې د ثبت او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت كې د مجلې د ثبت او راجستر چارې روانې دي.

څرنګه چې دغه ټولنه د ځوانانو په نوښت جوړه شوې ده نو د خپلو چارو په پرمخ بيولو كې د نامتو ادبي، فرهنګي او علمي څېرو لكه نامتو محقق استاد بختاني خدمتګار، نامتو شاعر نصر الله حافظ او تكړه ليكوال محمد آصف صميم او نورو درنو مشرانو د سلا مشورو وياړ لري.

قدرمن وزير صېب!!

په اويايمه لسيزه كې كاموالو د كامې د خواخوږۍ په نوم يوه ټولنه جوړه كړې وه په هماغه وخت كې ددغه ټولنې غړو د وخت د صدر اعظم ارواښاد خالقيار سره ليدنه لرله او د ټولنې غړو وړانديز وكړ چې د هېواد د علمي، فرهنګي او مذهبي شخصيت حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د خدماتو د لمانځنې په وياړ دې يو علمي او فرهنګي سيمينار جوړ شي د وخت صدراعظم دغه غوښتنه ومنله او د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته يې دنده وسپارله چې د يو علمي، فرهنګي سيمينار لپاره ملا وتړي د اطلاعاتو او كلتور وزارت هم چمتووالى وښود او د سمينار د جوړولو لپاره يو كميسون جوړ شو چې مشري يې د هغه وخت د وزارت معين ښاغلي وطن دوست په غاړه لرله په كميسون كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړي لكه استاد بختاني، ارواښاد دوست شينوارى، ارواښاد معتمد شينوارى، محترم زلمى هېوادمل شامل وو. د مذهبي ټولنې له خوا درانه عالمان چې نه پوهېږو اوس به ژوندي وي كه نه محترم مولوي محمد سالم علمي، محترم مولوي محمد سرور منظور او د مراد علي صاحبزاده (رح) د كورنۍ له خوا ارواښاد محمد يونس مراد او محترم هدايت الله وطنيار غړيتوب درلود پريكړه وشوه چې د حضرت مولانا د هر اړخيز شخصيت د څېړنې لپاره يوولس عنوانه مقالې چمتو او سمينار د ۱۳۷۱ كال د ثور د مياشتې په ۱۵مه نېټه جوړ شي خو په هېواد كې د سياسي بدلونونو له امله دا هر څه ګډوډ شو او خبره همداسې پاتې شوه.

د حضرت مراد علي صاحبزده فرهنګي او اجتماعي ټولنه د اطلاعاتو او فرهنګ پر كلتور او هېواد مين ښاغلي وزير ته په درنښت وړانديز كوي چې د راتلونكي كال ۱۳۸۷هـ ل په بهير كې د حضرت مولانا په اړه د يوه او يا دوه ورځني سمينار جوړېدل په خپل كاري پلان كې ځاى كړي چې دا به له يوې خوا د هېواد د علمي كلتوري پانګې يوه هېره شوې څېره بيا راژوندۍ كړي او له بلې خوا به زموږ د كلتوري پانګې د لمانځنې او ساتنې په اړه د هېواد فرهنګ مينو شخصيتونو هوډ راڅرګند كړي همدارنګه د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه د محترم خرم صاحب د هغه هڅو او  ګامونو څخه هركلى كوي چې د هېواد د اساسي قانون د پلي كېدا په لار كې يې پورته كړي دي په تېره بيا د اساسي قانون د ۱۶ او۴۳ مادو د پلي كېدا په اړه د محترم وزير صاحب رغنده ملاتړ كوي او په دې اړه د هر راز همكارۍ ژمنه وړاندې كوي.

په پاى كې يو ځل بيا له تاسو محترم د اطلاعاتو او فرهنګ له قدرمن وزير څخه مننه څرګندوو چې خپل ارزښتناكه كاري وخت مو د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې د يو شمېر غړو په واك كې وركړ.

د رب العزت له دربار څخه تاسو ته برياليتوب او سرلوړي غواړو

په درنښت

د ټولنې رئيس

الحاج مطيع الله صاحبزاده

د وينا څخه وروسته وزير صاحب د ټولنې غړو ته ښه راغلاست ووايه او د هېواد د فرهنګي اړخ د رغولو او تقويه كولو لپاره يې ددغسې ټولنو شتون اړين وباله او زياته يې كړه چې موږ او تاسې ټول په دغه لاره كې په ګډه سره كار وكړو او د خداى تعالى د كمك او مرستې په تمه به يو. ښاغلي خرم د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې ګران هېواد د خپل ګاونډ څخه مشكلات حس كوي يو ګاونډى يې باروت رالېږي او امنيت خرابوي او بل يې ددې تر خوا فرهنګي يرغل كوي او د افغانستان ملي وحدت ته ګواښ پېښوي دا د ټولو په وطن مئينو او رښتينو افغان ليكوالو او ژورناليستانو دنده ده چې دغه ټكي ته په كلكه پاملرنه وكړي نوموړي وويل دغه برخه ډېرې زياتې ستونزې لري او هېواد خلاصې دروازې پروت دى هغه زياته كړه كه چېرته د افغانستان ملت بې تفاوته پاتې شي او زما ملاتړ ونه كړي نو زه به د داسې يو سپاهي مانا ولرم چې ټوپك يې په لاس او مرمۍ ونه لري.

د خبرو په پاى كې وزير صاحب د مراد علي صاحبزاده (رح) په هكله د يو ورځني سمينار لپاره تيارى وښود او وعده يې وكړه چې په ۱۳۸۷ كال كې به دغه سمينار د وزارت په كاري پلان كې ونيسي.

وروسته د حج او اوقافو پخواني معين، تكړه ژورناليست د اسلامي مطالعاتو د پرمختيا رئيس ښاغلي سيد نور الله مراد په خپل وار خبرې وكړې نوموړي د سمينار د ځنډېدلو چې د صدر اعظم خالقيار په وخت كې ورته تابيا نيول شوې وه رڼا واچوله او د حالاتو د بدلونونو په هكله يې خبرې وكړې. هغه وويل دقيقه خبره داده چې ټول نظامونه په وړو وړو اساساتو ولاړ وي همدا خلك او ټولنې دي چې نظامونه يې تشكيل كړي، هغه زياته كړه د بېګانه ګانو فرهنګي يرغل زموږ لپاره نوي مسووليتونه رازېږوي دا د ټولو افغانانو وجيبه ده چې دغه مسووليتونه احساس كړي د ګران هېواد اجتماعي او ملي ګټې په نظر كې ونيسي او هر يو خپل مسووليت ته اوږه وركړي هغه خبرو ته دوام وركړ ددغسې سمينارونو او غونډو جوړول او د هېواد د اصلي او سوچه فرهنګي، اجتماعي، سياسي شخصيتونو لمانځل د هېواد د فرهنګ دښمنو ګروپونو په خوله د يو پولادين سوك وهل لري او هغوى ته ددې خبرې رسول هم دي چې دلته لا اوس هم نهادونه شته چې د هېواد ملي او فرهنګ ترمينالوژۍ ته ژمن دي.

ښاغلي سيد نور الله مراد خپلې خبرې په دې جمله راټولې كړې، موږ د حضرت مراد علي صاحب زاده فرهنګي ټولنې تاسو محترم ته ددې ډاډ دركوو چې دغه ټولنه به ستاسو د كړنو پوره ملاتړ كوي او په خپله برخه كې هر راز همكارۍ ته تياره ده.

د ښاغلي سيد نور الله مراد څخه وروسته ددغه ټولنې يو بل غړي ځوان سياستوال او په افغاني فرهنګ مين ښاغلي الله نور سيلاب ساپي په خپل وار د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د خدماتو په هكله خبرې وكړې.

ښاغلي خرم ته يې د هېواد ملي ترمينالوژۍ د ساتلو په لار كې د لوى خداى جل جلاله څخه توفيق او د ټولنې له خوا د هر راز همكارۍ ډاډ وركړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه يې د تفسير يسير د چاپولو غوښتنه وكړه.

په ځواب كې ښاغلي خرم د ځينو تخنيكي او مالي ستونزو يادونه وكړه او ددغه ستونزو د حل كېدو په صورت كې يې دا كار شونى وباله.

ښاغلي فضل حق مراد د ټولنې د مهالنۍ خپرونې مسوول مدير هم په خپل وار د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د ليكنو او خدماتو په هكله لنډه رڼا واچوله دغې ليدنې چې تقريباً يو ساعت دوام يې وكړ د ښاغلي نور اغا مراد له خوا خرم صېب ته د تفسير يسير د دوه ټوكو په ډالۍ كولو سره پاى ته ورسېده.

د يادولو وړ ده چې په دغه ليدنه كې د ټولنې غړو هر يو محمد ظاهر مراد، نور احمد مراد، انجينر محمد سليمان هيله من او ځوان ليكوال خپلواك وطنيار هم ګډون درلود.