د سولې ټورنامنټ د شايق نېټورك له خوا  د كركټ د فدراسيون د امريت په چوكاټ كې  چې د ننګرهار په ولايت كې جوړ شوى وو د ۲۲ ټيمونو له درې مياشتې سياليو وروسته د شېرزي ټيم په ګټه پاى ته ورسېد.

د سرو زرو د كپ لاسته راوړلو لپاره ۲۲ ټيمونو هر يو سباوون ساحل، اكاډمي ټيم، بهسود كركټ ټيم، ملك جان ټيم، ننګرهار كلب لوبډله، كمپونو لوبډله، مركزي ښېوه، موسى شفيق لوبډله، حميد افغان ټيم، غوچك كركټ لوبډله، اتحاد كركټ لوبډله، آرمان ټيم او ميوند لوبډله، د ټورنمنټ جوړوونكي شايق كركټ لوبډله او سهيل كركټ لوبډله، موى مبارك لوبډله، ارمان بي لوبډله او ساحل كلب، ميهن كركټ لوبډله، او ددغه ټورنمنټ ګټونكي شېرزي لوبډلې هم ونډه لرله.

لومړنۍ سيالي د شېرزي او غوچك لوبډلې له خوا ترسره شوه چې په اتلس اورونو كې يې د ۱۳۴ منډو په جوړو باندې شېرزي ټيم بريالى شو.

دوهمه سيالي هم د شېرزي او سباوون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتلس اورونو كې يې ۱۸۴ منډو په جوړولو سره شېرزي ټيم بريالى شو.

درېيمه لوبه د سهيل لوبډلې د شېرزي ټيم سره ترسره كړه چې په اتلس اورونو كې يې چې سيالي ډېره په زړه پورې وه چې سهيل ټيم ۱۱۸ منډې او شېرزي ټيم ۱۱۹ منډې جوړې كړې.

څلورمه لوبه د اتحاد او شېرزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتحاد ټيم په اتلس اورونو كې ۱۱۴ منډې جوړې كړې وې، چې شېرزي ټيم په څوارلس اورونو كې يادې شوې منډې جوړې كړې، چې ننګرهار كلب لوبډله د شېرزي لوبډلې په مقابله كې سيمي فاينل مقابلې ته راووتله.

ننګرهار كلب په اتلس اورونو كې ۱۳۷ منډې جوړې كړې وې چې شېرزي ټيم يادې شوې منډې په اوولس اورونو كې جوړې او بريالى شو.

همدارنګه ساحل اكاډمي د شېرزي په مقابل كې فاينل ته راودانګل چې لوبه په ډېرې تودې سيالۍ سره مخته روانه وه. چې ساحل اكاډمي بيټنګ (توپ ويشتلو) ته ودرېد او په شل اورونو كې يې ۱۳۸ منډې جوړې كړې چې شېرزي ټيم يادې شوې منډې په اوولس منډو كې پوره كړې چې د ټولې لوبې ګټونكى وبلل شو او د سرو زرو كپ يې ترلاسه كړ.

احمد جميل چې د ټيم تكړه لوبغاړى دى درې لوبغاړي يې وسوځول، او پنځه پنځوس منډې يې په لږو بالونو كې جوړې كړې چې د لوبډلې د غوره لوبغاړي په نوم ونومول شو.