د سياستوال او اديب
شهيد محمد موسى شفيق د ياد غونډې په
مناسبت
د حضرت مراد علي صاحبزاده(رح) د فرهنګي او
اجتماعي ټولنې پيغام

درنو مېلمنو!!
د افغاني ټولنې د كلتور او ادب د ډګر ځلانده ستورى ارواښاد
استاد خادم كلونه، كلونه پخوا ويلي وو چې كامه كوچنى يونان دى،
د استاد دا وينا رښتيا شوه، د كامې سمسورې لمنې په خپل غېږ كې
د علم، پوهنې، ادب او كلتور داسې ځلانده څېرې وروزلې چې نه
يوازې په ملي بلكې په نړيواله كچه هم زموږ د افغاني ټولنې
وياړنې شوې.
له دغه شمېر څڅه يو هم د سياست، ادب او ادارې د ډګر نامتو او
وتلى څېره شهيد موسى شفيق دى.
شهيد موسى شفيق يو هر اړخيزه شخصيت وو، چې په دې لنډ او تنګ
پيغام كې د هغې څېړنه نه كېږي، يوازې د څو ټكو لنډه يادونه
كوو:
كه څه هم د شهيد شفيق د صدارت دوره لنډه وه خو پايلې يې ډېرې
سترې او ارزښتمنې دي. د لومړي ځل لپاره د كابينې د غونډو
پرېكړې د دولتي او ازادو مطبوعاتو په واك كې وركړ شوى. د
كابينې له غونډې وروسته به د كابينې د غونډو منشي او د وخت د
اطلاعاتو او كلتور وزير ارواښاد صباح الدين كشككي د غونډې
پرېكړې د مطبوعاتو په واك كې وركولى.
بل ټكى چې د شهيد شفيق تلپاتې ياد تازه كوي له آزادو مطبوعاتو
څخه ملاتړ دى، هغه پرېكړه وكړه چې آزاد مطبوعات دولتي اعلانونه
او اشتهاراتو له لارې پياوړي كړي، د دولتي اعلانونو دېرش سلنه
يې د اونيزو او شل سلنه يې د ورځپاڼو په واك كې وركړه.
د هېواد د اقتصادي بنسټ په پياوړتيا كې د شهيد شفيق د سترو
كارنامو څخه يوه داده، چې د افغانستان په تاريخ كې د لومړي ځل
لپاره د هېواد د صادراتو كچه ۱۱۷
مليونو ډالرو ته ورسېده.
د هغه د صدارت په بهير كې د دوو سوو صنعتي موسسو د جوړېدو
غوښتنليكونه راورسېدل چې له دغه شمېر پنځه اتيا موسسې ومنل
شوې، ۲۵
صنعتي موسسو په اغېزمنه توګه كار پيل كړ، چې غوره بېلګه يې د
كابل صنعتي پارك دى چې د شهيد شفيق د صدارت په دوران كې رسماً
پرانستل شو.
شهيد شفيق نه يوازې د صدارت په دوره كې د كورني سياست د چلولو
اغېزمنه مهره وه، بلكې په نړيوال سياسي ډګر كې د درناوي او
وياړنې څېره هم وه.
د ملت بابا په خپلو خاطراتو كې ويلي دي:
((شفيق د ټولو صدر اعظمانو څخه د صدارت ښه شرايط درلودل، قابل
شخصيت وو، ما څو ځلي هغه وازمايه، يو وخت راسره لندن ته لاړ زه
په پارلمان كې له يوې كوچنۍ ډلې سره غږېدم، چې د هغه وخت د
انګليس د بهرنيو چارو وزير راته وويل: زه د منځني ختيځ په اړه
دومره معلومات نه لرم لكه څومره مې چې په لږ وخت كې ستا له صدر
اعظم څخه واورېده او ما ترې ډېره ګټه واخيسته. دا د شهيد شفيق
د سياسي پوهې او درايت څرګنده بېلګه ده.
درنو لوستونکيو!!
د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او اجتماعي ټولنه چې خپل
فرهنګي فعاليتونه يې په دې وروستيو كې راپيل كړي، د اطلاعاتو
او كلتور وزارت ددغه نيك قدم او اقدام هركلى او مننه كوي،
همدارنګه د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) فرهنګي او ټولنيزه
ټولنې د خپل خپرنيز ارګان د مراد مجلې نوې ګڼه د شهيد موسى
شفيق د كارنامو او خدمتونو په وياړ نومولې ده.
دغه ټولنه وړانديز كوي چې ۱۳۸۷
هـ ش كال د شهيد شفيق د زېږېدو ۷۹
كاليزه ده، هيله ده چې په دغه وياړ د يو څېړنيز سيمينار د
جوړېدو تكل وشي، ځكه موږ باور لرو چې نامتو او منلي شخصيتونه د
يادونې يوه نېټه لري د زېږېدو نېټه، داسې شخصيتونه تلپاتې وي.
يو ځل بيا د اطلاعاتو او كلتور وزارت مشرتابه او اړوندو څانګو
څخه چې ددغې درنې غونډې د جوړولو زيار يې پر ځان منلى مننه
كوو.
په درناوي
د حضرت مراد علي صاحبزاده (رح) د فرهنګي او اجتماعي ټولنې
مشرتابه پلاوى
|