په خوب كې
د سرو ګلو د يو ټل په منځ كې دواړه
غېږ په غېږ وو، خوله پر خوله، غاړه په غاړه
ثناخوان په ګونګه ژبه
او سپوږمۍ وه په تعظيم درته ولاړه
په خيال كې
د سپوږمۍ د پلوشو د سيوري لاندې
په مكېز، مكېز موسكۍ شي راته خاندي
تسلي دې په خاموشو كتو راكړه
دواړه شونډې دې په مينه كړې راوړاندې
شكوه
دې دنيا كې چې هر څه زموږه نه دي
واك د بل ژبه د بل او كار د بل دى
مال زموږه، ملك زموږه خواري موږ كړو
عېش د بل، عشرت د بل، اختيار د بل دى
رسول (ص) ته
درنه زار شم سر راپورته كړه يو ځلې
په اشنا جامو كې ورك يې ستا پېغام كړو
په اسانه پكې سا ويستل محال دى
هومره تنګ يې ستا هغه پراخ نظام كړو
غليم ته!
د بستان كې ايشيا چې زه استاد وم
تا لوستله هغه وخت كې سيپاره
مخ دې تور شه اوس زما د سر دعوا كړې
ته او خداى نو په همدغه قواره
د حق دښمن
علمبردار د (امتياز) دښمن د حق دى
دا چې ګرځي اورمېږ جګ او شمله شخه
يم لوى شوى خېلخانه د ابراهيم كې
لا به خوا په دې نمرود باندې كړم يخه
خوب
د حيات په خوب ويده وم بوږنېدمه
د امېد رڼا مې وليده رويا كې
كراري مې په زړه راغله دلاسا شوم
څومره خوند دى په آرزو او تمنا كې
سرګذشت
زه د مينې په زانګو يم زنګېدلى
د وصال په بېخوديو لمبېدلى
په هستۍ مې زمانې دي لوبې كړې
د جفا په كټارو يم لګېدلى
ازادي
يوه ښكلې شان ليلا د سعادت ده
چې پلو يې په مغرب كې نېمكخو دى
بوى د زلفو يې نسيم دلته راوړى
بس علاج زموږ د واړو تلوسو دى
افغان ته!
كاشكې مړ وى چې مې هېڅ نه وى ليدلى
دا د ستا په مرګ حساب ژوندون افغانه
نه شرمېږې ټول قومونه سره يو شول
ته شلېدلې تڼۍ پروت يې پرېشانه
ژوندون
حقيقت دى، افسانه ده كه رومان دى
كه كوم ساز دى چې نرى نرى غږېږي؟
بازيچه ده چې پرې لوبې ماشومان كړي
يوه ډمه ده چې رنګ په رنګ ګدېږي
دعا
چې زما د رنځ نسخه ترې نه راوځي
د طبيب نه دا د پاڼو درګې واخلې
د جمال نه چې پټېږي كوټنۍ كې
د شوده زاهد نه دواړه سترګې واخلې
اخطار
كه دا يو چې هم په دې شانې اوسېږه
نو په مړو او معدو مو به شمېرېږو
راځئ هلئ چې لاسونه سره وركړو
ګوندې دا سېلاب(؟) چې راغى لاهو كېږو
ŻŻŻ
څه مانا؟
محمد موسى شفيق
دومره فريب په سپين څادر د قلندر څه مانا
په نوي عصر كې ددې زاړه دفتر څه مانا
كه مفكوره د خېرخواهۍ وي په مغزو كې د چا
نو امتياز د سپين او تور د لر او بر څه مانا
د زړه انګړ چې كړي جلوې د پاكې مينې رڼا
داسې دنيا كې تظاهر د لمر قمر څه مانا
كوم استعداد چې تا پخپله خاورو لاندې كړلو
بيا د هغې پسې د ځان ځنې سفر څه مانا
خداى چې بينا سترګې دركړي دي او ديد شته پكې
بيا غورځېدل دې له ګړنګه له كمر څه مانا
په لوڅو پوڅو
له اشنا سره د شپې په غېږ كې
چې زه موړ نه يم سپينې
سترګې د سحر څه مانا